زړه مې زرې زرې زرې شوۍ دی

غزل
ـــــــــ

زړه مــــې زرې زرې زرې شــــوۍ دی
لکه چې پــــرې ســــم په ارې شــوۍ دی

راته دنيــــا خـــړه سپيــــره ښـــکاريــږې
چې هــرسـړۍ نــن بـې مــزې شوۍ دی

چــــــې مازديګر به ماشـــــومان لوبيــدل
اوس مازديګــر د تورې شپې شـوۍ دی

حــــالاتــــونـــــه بګنــــيدلــــې په وطـن
وطـن ســـم وران په زلزلې شــوۍ دی

لارو کــوڅـوکې شـورمشور نشتـه دی
حـلات خــراب دی زمـانـې شــوۍ دی

کــلــه اغـــيار کله مــو خپـــل ووژنــې
قسم ژوندون مو سـرې لمبـې شوۍ دی

ځاځيــه نــن خـــوراته ښـــه نه ښکاری
رنګ دې خـراب بې انـدازې شـوۍ دی

ــــــــــــــــــ
اکبرځاځی

اکبر ځاځی
١٧ / ٢ / ١٣٩١
ټولې رايې : ١٠٢٠
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :