لندے

جانانه خپل وطن ته راشه غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه
جانانه دومره په ما گران يې چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه
جانانه راشه چې پخلا شو زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه
جدايي راغله لارې دوه شوې مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه
چې تاته ګورم ژړا راشي چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه
چې چېرته ته وای هلته زه وای نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه
چې خط مې وايي ورته ژاړه ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه
چې عاشقي يې کړې نه وي د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه
چې کله کله راپه ياد شې دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه
څوک چې په چا باندې مين شي هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه
خاونده دا به دې رضا وي چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه
خاونده سل ځله ژوندراكړې چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه
خلک قيامت ته خفه کيږي زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه
خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه

Dr mushfiq othmanzai
١٣ / ١٠ / ١٣٩١
ټولې رايې : ٩٦٧
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :