غزل

سترګې چې مړې راواړوې په غم مې سم واړوې
په داسې غم لکه چې زه صنم مې هم واړوې
دا د وریښمنو په لباس کې تنکۍ روږدې شوې
چې غم را لیږي ربه دا جلکۍ په بم واړوې
ښیرې د مرګ به ورته نه کوم خو دومره وایم
چې زما غم نه یې هم خدایه په ستر غم واړوې
دا چې زما نه د هغه سره بهتر ګڼي ژوند
دا بهتر ژوند یې خدایه ژر په جهنم واړوې
زما د زړه په سرو ګلونو چې بې دریغه ږدې پښې
کاسه د صبر یا کاسه به مې د زغم واړوې
دا ته چې تورې برګې سترګې ګرځې پوه یم پدې
چې میرازی به یوه ورځ په بدۍ هم واړوې

محمديوسف ميرازى
٣٠ / ٧ / ١٣٩٣
ټولې رايې : ٧١٢
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :