ژوره ژمنه
اکتوبر ١٩٩٤
قدرت الله حداد
کله چې په نړۍ کې وګړي خواره شول ، څو پېړۍ پرې واوښتې ؟ څومره ډلې راغلې او لاړې ؟ که ښه ورته ځير شو ، نو ځانځاني وه او د ډلو پلمې وې . په يوه کام کې د کامولۍ ژمنه چې چا وکړه ، د هغوی درناوی دی . که څوک ځانولي وکړي ، دومره خبره نه ده . ليوه او شرمښ هم دا کوي .
پښتون د پښونوالۍ په مرسته پنځه زره کاله د مخه د سکا او کاسي له مهالونو نه چې په بابل کې يې تورې وهلې . اپتال کوشان ، لودي ، سوري ، هوتک ، ابدالي تراوسه پورې ! پښتون خو پدې پوهېږي چې ژوره ژمنه د چا ده ؟ څوک چې ژوره ژمنه د کام د پاره ولري ، نو په وير او ښادۍ بلل کيږي ، نه هر څوک يا ځانوال ! خوشحال خټک لومړي سر کې ژمنه نه درلوده، وروسته يې ژمنه ومونده ، تر پايه پرې ودرېد او دی د پښتني نړۍ په سروالانو کې راغی :

په دې سپينه ږيره چې زه پښتون شوم
خدای مه کړه بيا مغل وايم په څېره !

څوک چې پښتون وي او پښتنو ته چوپړ وکړي پښتون دی . که چېرې پښتون وي ، پښتو وايي او د پښتنو په چوپړ کې نه وي ، پښتون نه دی ! د دې خبرې بېلګې ډېرې دي .
د ملنګ جان لويي په دې کې ده چې له پښتنو سره يې ژوره ژمنه درلوده . خان نه و ، پوهاند نه و خو ژمنه من و : پام وکړئ چې ملنګ جان خوشحال خان خټک ته څه وايي :

بيا خړې وريځې نن په غرو د پښتونخوا وينمه
د پښتنو د ژوند او مرګ سود او سودا وينمه
ستا په وطن د غليمانو تېری بيا وينمه
ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه

د داستان په شعر کې ملنګ جان د پلار له خولې زوی ته وايي :

ما نه بېرته پاتې شوې معشوقه ده
په دنيا کې هغه ستا په تعلقه ده
په نامه هغه زما محبوب وطن دی
ما ورکړی په هغه روح او تن دی

د ملنګ جان ډېر شعرونه د کام او هېواد د ژورې ژمنې څرګندوی دی . په نړۍ کې ډېر وګړي تلي راغلي ، چا چې د هېواد او کام د پاره څه کړي ، کام هغه ستايي . نن د پښتون د پاره ډېر ربړونکې پېر دی ، لکه چې خوشحال وايي :

که کښېنم ننګ و ناموس ځي
که پاڅم پاڅي طوفان

يا وايي :

زه په ننګ د پښتانه يم
دوی نيولي مغلان

په پښتو ادب کې مغل د کام يادګيرنه نه ده ، د تيری يادګيرنه ده . وايي :

ته خو له اصله پښتنه ويې
دا د ظلم خوی دې زده کړ له مغلو
يو به نه سم مغلواله د رقيب ستا
که ريښتيا سره زوکړی پښتنې وم

مغلواله د تيري دباو نخښه شوه ، پښتونواله د مېړانې . په هر مهال کې مغل پېداو شي ، چې د مهال مغل باله شي. ملنګ جان وايي :

زما يې خټه لمده کړې د غيرت په اوبو
بې همتي نه ده لازم زما د شانه سره

دا ده ژوره ژمنه د کامولۍ سره ، هر ګوره پښتانه په ځينو ځانګړو کړو پښتانه دي . بويه دا چې پښتانه هغه کړه خپل کړي .
ملنګ جان يو ستی و چې د پښتونوالې په اور سوی و ، نو ځکه پښتانه يې سندرې لولي . لکه چې ملنګ جان مړ شو، پاچا خان په يوې درنې غونډې کې ناست و ، يو سړی خواته ورغی ورته وې وېل : چې ملنګ جان مړ شو .
پاچا خان ودرېد او وې وېل : په پښتنو لاس پورته کړئ چې خدای دې ملنګ جان وبخښي . دلته پاچا خان د ده په خپل نامه امين جان وباله .
ملنګ جان وېلي و :

ورځمه مغلګي ته پکې ګورمه زخميان
بيا ګورم په تيرا کې په بمونو کلي وران
نو چېرته به پېدا کړم مجاهد فخر افغان
مردان او چارسدې نه يتيمان راټولوم
دلته پښتون د پښتانه په ژبه پوهيږي :
خپله پوهه به لرم ، خپله لره
و هر چا ته خپله پوهه ده کره خوشحاله

څنګه چې ملنګ جان د ننګرهار د بېسودو يو نالوستی و ، خو ورو ورو يې ليک لوست زده کړل او د غرو رغو له وګړو يې پاڼ ( الهام ) اخېست . نو د ده وېنا لکه غاټول چې د پسرلي وږم ولري پښتني وږم يې څرګندو . په دې لړۍ او کړۍ کې د ټيټ او هسک يو بل شاعر ګورو چې ژوره ژمنه لري . ژوره ژمنه ډېرو سره ده خو مونږ بله ژوره ژمنه د بهايي جان درپېژنو تاسوو ګورئ چې څنګه بهايي جان او ملنګ جان له يوې چېنې اوبه څښي دوه بېل وګړي دي په بېلو ځايو کې ، لومړی بهايي جان د خوشحال خان خټک داسې پل ښيي :

پښتونواله ده غېرت بهايي جانه
خوشحال ځکه تابع د اورنګ نه دی

ملنګ جان وېلي :

ستا په وطن د غليمانو تيری بيا وينمه
ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه !

دا ده ژوره ژمنه .
بهايي جان وايي :

خپل وطن خپله دې ژبه تاته پاتې له پلرو
پښتو ژبه درياب ده ، په کې تل وهه لامبو
د افغان توره معلومه ده ، د دنيا پرکنارو
پښتو ژبه خوږه ده
تکه سپينه تر شيدو
مستقبل او ماضي زده کړه
د عرفان له کتابو
خپل وطن خپله دې ژبه
تاته پاتې له پلرو
پاکستان ايران سيالان دي
وشرميږه له تربرو
جوړه وه بهايي جانه
ښې غزلې په پښتو

څومره به ښه وي چې مونږ هم ژوره ژمنه ولرو . وطن هغو ړنګ کړ چې ژوره ژمنه يې له پردو سره وه هغوی مونږ نه ستايو ، مونږ د هغو درناوی کوو چې خپل وطن او کام سره ژمنه ولري .