د ملنګ جان شاعري
اکتوبر ١٩٩٤
پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ
په ننګرهار کې به داسې کسان کم وي چې همدا اوس ملنګ جان ونه پېژني . ممکن ټولو ته به معلومه نه وي چې د ده اصلي نوم محمد امين و. د بېسودو د چميار په کلي کې پېدا شوی ، په هلک توب کې يتيم شوی و. د ځوانۍ عمر يې په خوارۍ کې تېر کړی او تر هغه وخته چې په کابل کې د سردار محمد داود خان په سپارښتنه له يوه ښوونکي نه يې ابتدايي ليک او لوست زده کړل ، بېسېواد و. دی هغه وخت له خپلې کورنۍ ، کلي ، سيمې او قام نه د باندې وپېژندل شو چې د ملنګ جان په نامه يې په شاعرۍ شروع وکړه ، او ننګرهارييو د هغه اشعار د سندرغاړو ، په تېره د هغه له شاګردانو ، طلا محمد ، اول مير ، ايوب ، فقير محمداد او نورو څخه په دېرو ، حجرو ، ودونو او د خوښيو په نورو مجلسونو کې واورېدل . ملنګ جان نور نو چمياری او بېسودوال نه ، بلکې ننګرهاری ، افغانستانی او پښتونستانی شو. خو دی تر ټولو زيات پښتون و ، نه يواځې په خټه او تش په نامه لکه ډېر نور چې دي ، بلکې په پښتو او پښتونواله .
په دغو حکمونو باندې له دوو لارو څخه پوهېدل ممکن دي :

د ملنګ جان عمر او د هغه اشعار

څنګه چې ملنګ جان اوه دېرش ( ٣٧ ) کاله د مخه په کال ١٩٥٧/ ١٣٣٤ کې د (( لته بند )) په غاښ کې د سروېس د چپه کېدو په پېښه کې په پخه ځوانۍ کې تلف شو ، د ده همعصران تر اوسه هم ډېر ژوندي دي او په هغو کې به ، په تېره د ده په کلي کې به داسې کسان ډېروي چې د ده په باب معلومات ولري . ښايي يو څوک له هغو څخه د ده سوانح وپلټي او ټوله او تدوين يې کړي . زه دلته د هغه په باب يواځې خپل انتباهات وړاندې کوم .

ما ملنګ جان له نږدې نه نه پېژانده . د هغه په وخت کې مې بېسود هم نه وو ليدلی . خو د ده اشعار مې په کابل کې د پښتونستان له پروګرام نه او په خپله سيمه ، لغمان ، کې د سندرغاړو له خولو اورېدلي وو .ملنګ جان په لغمانېنو باندې په خپلو ترانو او سندرو سره دومره موثر شوی و چې بل ولسي شاعر تر هغې اندازې نه و موثر شوی . لغمان په خپله هم ډېر شاعران او سندرغاړي لرلي دي . استاد عبدالحنان پاخه زنځيربند شعرونه وېلي دي . بېسېواد مامنورا هم شهرونه وېل او هم يې له سندرغاړو سره په داسې حال کې چې دواړه غوږونه به يې په لاسو نيولي وو ، خپلې غزلې اورولې . په سندرغاړو کې ګله کی او ځوی يې نوم ايستلی و. خو هغومره چې ملنګ جان په خپلو سندرو سره لغمانيان مسحور کړي و ، بل هېڅ چا نه و مسحور کړي . دا ځکه چې لغمانيان د سندرو وېلو او د هغو د اورېدلو ډېر شوقيان دي . په لغمان کې د وطن د ډېرو نورو سيمو په شان دا يو دود دی چې واده واله په ودونو کې سندرغاړي ، چې خلک يې شاعران بولي ، راغواړي . سندرغاړي د واده په شپه او ورځ د کلي په کوم عام مېدان کې سندرې وايي . ښځې هم ، د ناوې په شمول ، په داسې حال کې چې ځانونه يې په ټکريو کې له سره تر پايه پېچلي وي ، مېدان ته ورڅرمه بامو باندې د زاڼو په شان قطار کښېني او ساز او سندرې اوري . سندرغاړي ، په داسې حال کې چې په سل ګونو انسانان ترېنه چاپېر وي ، ځانونه د مسابقې په حال کې ويني . د خپل فن ، نامه او زوق په خاطر سندرو ته کش ورکوي او هغه په داسې جوش او خروش سره وايي چې سېلانيان زياتره مجذوب کړي . دوی په سندرو کې تاريخي قصې ، مذهبي روايتونه او اجتماعي ، عشقي او جنګي احساسات د محلي شاعرانو په اشعارو کې چې ډول ډول فورمونه لري په زړه راښکونکو آوازونو کې وړاندې کوي . په دې ډول دوی او په اصل کې محلي شاعران د ولسي خلکو د ذهن ، فکر او شخصيت په رغولو کې اثر لري . د سندرو انعکاسات شاعران نور هم شعر وېلو ته هڅوي او په دې ډول د دوی او د ولس تر مېنځ عضوي او نه شليدونکی پېوند پېدا شي . ملنګ جان لغمانيانو باندې ځکه ګران شو چې هغه په اول سر کې د لغمان سندرغاړي مجذوب کړل او ورستيو د هغه سندرې د لغمانيانو زړونو ته ورسولې .

خو د ملنګ جان د پېژندنې اصلي منبع د ده اشعار دي . لکه چې د مخه ووېل شول دی زيات عمر بېسواد و او د ژوندانه په وروستيو کالونو کې په ليک او لوست دومره بلد شو چې خپل اشعار يې لوستلی او ليکلی شول . نو د ده جهان ليد ، نه کتابي و او نه يې اشعار د شکل له مخې په دقيقو شعري اصولو بنا وو . بلکې هغه د شکل او محتوا له مخې محلي او ولسي وو . پاخه هم نه و ، خو روان او طبيعي و ، که څه هم عشقي اشعار يې تر نورو نه پاخه او له خيال نه ډک و، لکه دا لاندې څو بېته :

ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل
ته بې غمه اسوده وې ما ژړل
ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه
ته په مخ ترې ازموده وې ما ژړل
ما درخواست د يوې خولې درځنې وکړ
راته ښکاري ازرده وې ما ژړل
وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو
ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل
دا زما ملنګ جان برخه کړېدل دي
ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

خو د ملنګ جان د اشعارو غټه برخه هغه موضوع ګانې تشکيلوي چې په ولسي خلکو کې ولې لري . ملنګ جان دغه موضوعات هضم او خپل کړل . بيا يې له خپل احساس او درک سره يو ځای د ولس په ژبه خارجي شکل ورته ورکړ ، او ولس ته يې وړاندې کړل . په دې حساب څنګه چې دغه موضوعات په اصل کې له ولس نه ولاړ شوي وو ، په ولس ښه ولګيدل او ولس هم د هغو او هم د خپل شاعر قدر وکړ . پنځمه لسيزه چې په افغانستان کې د آزادۍ او د دموکراسۍ په وږمې پېل شوې او په اوږدو کې يې د پښتونستان موضوع توده وه ملنګ جان يې وهڅوه چې په خلکو کې د جاري او ژونديو موضوعاتو يعنې د ننګ ، غېرت ، پېغور ، آزادۍ ، تورې ، پښتو ، پښتونوالی ، نيکونو ، وطن ، پښتونخوا، او پښتونستان چغې په خپلو سندرو کې د سهار بلبلې په شان پورته کړې . دغه چغې ، په تېره د پښتونستان چغه ، ملنګ جان په خپلو ترانو او د ننګرهار سندرغاړو په خپلو آوازونو سره تودې وساتلې . د پښتونستان په هلکه د ملنګ جان چغې د رسمي تبليغاتو تر چغو نه زياتې تودې او اغېزمنې دي . ننګرهاريان البته د پښتونستان د موضوع په ولسي کولو او د هغه په باب د ولس په خوځولو کې تر هغه ځايه چې ماته څرګنده ده ، د ملنګ جان برخه تر هر بل ننګرهاري نه غټه ده . دی وايي :

سر ورکول په وطن کار د پښتنو دی
پښتونستان د پښتنو دی
په هغه ملک په هغه خاوره چې پښتون اوسيږي
د هغه نوم پښتونستان دی دا نوم نه بدليږي
نور پښتانه د بل د تورې لاندې نه اوسيږي
د ننګ خنجر ايښی د هر ځوان په اوږو دی
پښتونستان د پښتنو دی
هر څه نه تېر دی خو وطن نه تېرېدلی نه شي
خپله پښتونواله پښتو ژبه پرېښودلی نه شي
د خپل راتلونکي نسل ژوند خرابولی نه شي
د ملنګ جان دا اعتبار په شازلمو دی
پښتونستان د پښتنو دی
ملنګ جان د وطن په ژبه داسې وايي :
دا خاوره مې چې ګورئ درست هډوکي د نيکو مې دي
قبضه د نورو خلکو په ما باندې ناروا ده
خوشحال او احمد شاه او د شېرشاه او ميروېس ګوريم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم

ملنګ جان انتقادي اشعار هم وېلي دي . دغسې اشعار يې ممکن ټول خپاره شوي نه وي ، ځکه چې د وخت د پښتو ټولنې آمر چې د ملنګ جان کليات د هغه په امر چاپ شول وايي چې د ملنګ جان په اشعارو کې ( لږ ډېر کمی زياتی .... وشو ) زياتی خو به پکې نه وي شوی ، خو کمی به پکې شوی وي . په هر حال ، ملنګ جان په دغه باب وايي :

نفسونه شول غالب ــ د دې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد په خپل سيادت ــ د ځان غواړي غزت
قسم دی ما ونه ليد د وطن د خېر طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول ــ د کسب نه ټپراشول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
د دې غمه ژړېږم
دا خان نه دی خاين دی ــ پخپل ځان چې مين دی
هېڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم وېرېږم ــ که نه وايم پړسېږم
د ځينو کارکنانو کاروي وړ د تعجب دي
نفسونه شول غالب
په ځای د د عدالت ــ ما ولي تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرېږم
د دې غمه ژړېږم

تر ټولو غټه او د خوښۍ خبره دا ده چې دغه غريب چمياری بېسودوال ننګرهاری په آزادۍ مين ، دومره مين چې بې له هغې يې ژوند نه خوښېده ، لکه چې وايي :

چې آزادي نه وي ژوندون دې نه وي
هغه ژوندون نه مرګ بهتر ګڼمه
چې اقتدار نه وي پښتون دې نه وي
بې اقتدار له مړو بتر ګڼمه

ملنګ جان په غريبۍ او خوارۍ کې هم په آزادۍ پسې روان و .

کچکول په غاړه قلندر يمه زه
آزاد ژوندون بلند نشان لټوم

خپلواکي او پښتونواله د ملنګ جان ايډيال وو . لکه چې وايي :

روح مې په تن کې اسوده دی استقلاله سره
زما ځواني ډول کوي له پښتونواله سره
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
چې آزاد دی په آزاد وطن کې ګور دی

په پای کې زه هغو قدرمنو پښتنو ته چې د دغه همتناک پښتون ولسي شاعر له چاپ شويو اشعارو څخه ځينې يې غوره کوي او خپروي ښه چارې وايم او په خپلو دغو کرښو سره د ملنګ جان ياد تازه ساتم .