نن زلميان د پښتو تجربه کېږي

نن زلميان د پښتنو تجربه کېږي
تماشو له يې ولاړ دی ټول جهان
دا يادګار به تر قيامته پاتې کېږي
مېړنيه دا وې وخت دی د مېدان
نن زلميان د پښتنو په جوش راغلي
ګوښي ګوښي لکه مست زمری غورېږي
د همت تورې لاسونو کې نيولې
د پتنګ غوندې په سرو لمبو غور ځېږي
سمه غر واړه څېرمې خوځېدلی
سين په خس او په خاشاک کله بندېږي
د هريو وينه رګونو کې اېشېږي
د رڼو تورو به جوړ کاندي باران
يا به د روح او تن سره ډېر ګران شي
يا به جوړ کړي مستقل پښتونستان
بېلول د روح او تن سره ډېر ګران شي
ازادي او بښتانه دې روح او ځآن
نه به ځمکې ته کوز ستوري د اسمان شي
نه پښتون به د بل چا شي غلامان
هر هم جنس د خپل هم جنس سره جوړېږي
چېرته ګل چېرته بلبل چېرته زاغان
پښتانه دخپلې خاورې پتنګان دي
پتنګ نه کوي د شمعې ځنې څنګ
نه وېرېږي له غليمه سربازان دي
خدای ورکړې خزانه د نام و ننګ
به جګړو کې آزموده پهلوانان دي
مخامخ ځي که کوهي وي يا ګړنګ
وزی نامه د ازادۍ نه قربانېږي
دا د ستور دی په دنيا کې د افغان
ای پښتونه پلار نيکه ته دې لار ورکړه
دا کږې جنډې پرې چا دي ودرولي
ته هم نر شه سر ومال په دې لار ورکړه
د همت توره دې ټينګه کړه په ولي
احمدشاه بابا کيسو نه ځان خبر کړه
دښمنان يې دي تر کومه زغلولي
خو زما ملنګ جان سترګې نه غړېږي
اديرې ته کتی نه شم په هيڅ شان