د زړه افسوس

نن زړګی مې د افسوس په اور سوځېږي
چې ګيدړ کوي زمري باندې ګواښونه
د کارغه سترګې د بازه نه شرمېږي
په همت سره راپورته شه پښتونه
نن زړګی زما د دې غمه کباب دی
چې سرحد د پښتنو يې کړ بمبار
دا په کوم دين و مذهب په کوم کتاب دي
بې ګناه مرګونه و شول وار په وار
دا پښتون ولې بې غم تللی په خواب دی
نن په يو سبا په بل دی دغه کار
ظالمان د خپله ظلمه نه درېږي
چې تر څو ورباندې تاو نه شي غوږونه
پښتونه ورونو راځئ ځای د غيرت دی
ملا مو وتړئ کار واخلئ له يوالي
باقي ژوند زمونږ دنيا کې خجالت دی
چې پردي په پښتنو کوي ناخوالې
غم او درد زمونږ شريک دی تر قيامته
خدای دې نه راوړي پښتون کې جداوالی
پښتانه سره ټول يو وجود يادېږي
په هنر مو غوڅوي خلک اندامونه
په فريب د قريبکارو مه غولېږئ
زمانه کې دي ډېر شوي غداران
د پردي جغ لاندې ټيټ سر مه ځغلېږئ
يا خو نوم د پښتون مه پرېږدئ په ځان
حيا وکړئ خدای رسول نه وشرمېږئ
خدای لېږلی شريعت دی هم قران
چې قانون د بېګانه باندې چلېږي
غواړي ورکړي پښتنو له رشوتونه
پښتنو ته رب ورکړی لوړ همت دی
په مېدان کې چا ته ټيټ نه شي کتلی
سر بازي لوړ همتي زمونږ عادت دی
دا تعليم مونږ په طفلۍ کې دی موندلی
چې دې خاورې ته چا سپک کړی نسبت دی
سور په وينو له ميدانه تښتېدلی
هر پښتون لکه خوني زمری غورېږي
نه غولېږي د مکارو په مکرونه
چې لوی شوی وي د بل په نوکرۍ کې
د پښتون سره دې نه سموي ځان
چې تر اوسه يې مونږ شکي يو په پيرۍ کې
دوی خو ګرځي ځان ته نيسي مريدان
عاقبت به ګرفتار شي په خوارۍ کې
پښتانه به ورمعلوم کړي خپل ايمان
خو زما ملنګ جان زړه کې نه ځايېږي
چې کارغه اخلي د زرکې قدمونه