پښتون يم د پښتو په لاره

پښتون يم د پښتو په لاره تل مدام جنګېږم
هيڅ نه يمه نيمګړی
چې هر کله مريض شم په جنګونو کې روغېږم
تشخيص مې دځان کړی
له موره چې پيدا شو زما سر ته يې کېښوده توره
چې دا کار به کوې ته
دا دا مې راته وويل زما د سترګو توره
وطن به دې ساتې ته
چې بېرته پاتې نه شي په مېدان کې له تربوره
په مخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راته وې په بې ننګۍ دې خپه کېږم
ما ننګ ته يې راوړی
چې غږ د سربازۍ واورمه وينه مې په جوش شي
پاڅم په خلاصه ټنډه
چې شرنګ د تورې واورم هر سرود مې فراموش شي
ورځم په منډه منډه
دښمن چې راته وګوري د وېرې نه بې هوش شي
بيا ژاړي لکه کونډه
که د دېو قدرته غټ وي پاس په څټ يې و سورېږم
په يو ګوزار مې وړی
په دروغو لاپې نه کوم ښکاره يم لکه لمر
دنيا کې لور په لور
دښمن باندې چې غږ کړمه الله اکبر
د ځانه اخلي اور
ولجو کې مې راوړی له غليمه ځنې سر
ښکاره دی زما زور
په منځ کې د ايشيا د قهرمان په نوم يادېږم
هر وخت مې بری وړی
يو ځل چې قيامت تېرشي خلک پاڅي له قبرونه
بيا يې څوک نه شي وژلی
زه تېريمه د شلو قيامتونو له جندرونه
له قبره يم وتلی
پوره حساب مې ورکړ رابهر شوم له تيارونه
ما خپل اجل خوړلی
صادق پخپل اقرار زه ملنګ جان صفا عږېږم
چې وايې وري وګړي