وچه ځمکه په سرو وينو

وچه ځمکه په سرو وينو وتره کېږي
مينان د ازادۍ کري ګلونه
عاشقان ّپه عشق کې بند په بند غوڅيږي
محبت کې د وطن بازي سرونه
هغو زړونو کې چې مينه د وطن وي
په هغو کې بيا نه وېره وي نه ډاره
هغه څوک چې د خپل قام په درد دردمن وي
سر په لاس کې ګرځوي د قام د پاره
چې پوه شوی د ازاد ژوندون په خوند وي
د ذلت له ژوندانه نو نه وې بېزاره
ننګيالي د ننګ ډګر ته ځي جنګيږي
له اسمانه پرې وريږي رحمتونه
چې دقام په مخ کې مړ شي بختور وي
روستی نسل به يې فخر په مزار کړي
د ځوانانو په ټولي کې با هنر وي
هغه ځوان چې سر دننګ ناموس نه ځار کړي
چې پښتو پښتنولي ځنې خبر وي
هغه کله د پردو لاس لاندې کار کړي
لکه ګډه دونډۍ که ونډۍ کېږي
خو په ټيټو سترګو نه کوي ژوندون
ازادۍ نه ښه نعمت په دنيا نشته
ځکه سرې وينې بهېږي په دې لار کې
نارينتوب نه لوی صفت په دنيا نشته
د سربازو صفت کېږي هر ديار کې
غلامۍ غوندې ذلت په دنيا نشته
ګنهګار په دوزخ خوښ دی نه دې کار کې
ځناور هم غلامۍ باندې شرمېږي
ځکه خلکو نه ياغي خوښ يې کړل غرونه
پښتانه زلمي د تورې باتوران دي
امتحان او تجربې نه دوی وتلي
د وطن د پاکې خاورې مينان دي
په سرو وينو يې همېش وطن پاللی
ميدانونه يې ګټلي څو څو شان دي
دښمنان يې خاورو خټو کې لړلي
که خدای کاندي نن سبا ته ورغيږي
ملنګ جانه ستا د زړه ناسور زخمونه