را پورته شه پښتونه

راپورته شه پښتونه
لږ وپېژنه ځان
عالم وخت اسمان ته ته ويده پروت په بستر يې
تر څو به کور و کر يې؟
را پورته شه همت کړه
ژوندی يې حرکت کړه
غفلت ځنې نفرت کړه
نظر کړه هرې خوا ته د دنيا ګوره کارونه
راپورته شه پښتونه
څوک ګرځي په هوا کې
څوک ګرځي په درياب کې
سستي ده ما او تاکې
تر به په احتياج غواړو له يو بل نه سامان
لږ وپېژنه ځان
پخپله ته بيدار شه
قابل د کسب و کار شه
د علم طرفدار شه
د الاس او پښې به څه کړې چې بې علم اوبې هنر يې
تر څو به کور و کر يې؟
خپل فکر برابر کړه
نيکو ته دې نظر کړه
تاريخ نه ځان خبر کړه
تاريخ کې يې ليکلي ستا د پلار نيکه کارونه
راپورته شه پښتونه
تر څو به ستا وطن
تر څو به ستا ګلشن
نيولی زاغ زغن
غيرت وکړه همت وکړه ترې وشړه زاغان
لږ وپېژنه ځان
تر څو به نه پوهېږې
د بل ساز ته ګډېږې
په دروغو يې غولېږي
د نورو په لمسون سره د ورورنه مرور يې
تر څو به کور و کر يې
د خلکو په لمسون
ته مه منه بېلتون
که ځان ګڼې پښتون
پخپله توره ګوره چې دې پرې نه شي لاسونه
راپورته شه پښتونه
د يو نيکه او لاد يو
د يونيکه زوزاد يو
ټول يو پښتانه ياد يو
دا بېل بېل سره چا کړو زه دې کار ته يم حيران
لږ وپېژنه ځان
راځئ چې سره جم شو
په سمه لاره سم شو
اميد چې مقدم شو
دغه کار دنفاق دی چې يوه ورځ له بل بتر يې
تر څو به کور و کر يې؟
نور بس دی جهالت
موجب دی د ذلت
په کار دی څه همت
تمام پښتانه يو شئ په اخلاص ورکړئ لاسونه
راپورته شه پښتونه
غوږ ونيسئ هر لور ته
راتلونکي سيلاب شور ته
په ټينګ عزم شه پورته
نور وخت د اسرې نه دی مخامخ ځه په ميدان
لږ وپېژنه ځان
دا وخت د شجاعت دی
دا وخت د جديت دی
نه وخت د تجارت دی
رشوت مشوت نور پرېږده که دښتيا د پلار پسر يې
تر څو به کور و کر يې
خپل عزم عملي کړه
دنيا سره سيالي کړه
صحيح پښتونولي کړه
د مړو له اديرې نه دې راځي د فريادونه
راپورته شه پښتونه
دا خپل وطن دې خپل کړه
جوړه ګل و بلبل کړه
د خپل ملک جوړول کړه
پښتونه تاته ښايي مستقل پښتونستان
لږ وپېژنه ځان
دردمن زه ملنګ جان يم
غوڅ غوڅ په دې ارمان يم
زبون ولاړ حيران يم
پښتونه ژوندانه ځنې ته ولې بې خبر يې
تر څو به کور و کر يې؟