نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې

نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې
بېخودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
چې نظر مې سو روزګار د دې جهان ته
له افسوسه مې غصه راځي خپل ځان ته
نور د صبر حوصلې کنډول مې مات شو
ځکه پورته مې له خولې نه دا فرياد شو
زه دې خپلو پښتنو لره حيران يم
تش په تشه کړي دعوه چې زه افغان يم
پښتونواله هسې چېرې وي پښتونه
چې په کور کې ماتوې خپل مړوندونه
نه دا لاره د پښتو نه د غيرت ده
بلکې دغه علامه د جهالت ده
دا اواز به هيچا نه وي اورېدلی
چې پلانکي هندو و پلانکی هندو وژلی
پښتانه سره تباه شول په خپل ميان کې
نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې
نه د يو انګرېز له لاسه بل ازار شو
نه په خپلو کې جګړن او ګوند يمار شو
مونږ هر ګز په ډير جګړو نه ستړي کېږو
ورور د ورور په ورکاوي باندې خوښېږو
نه يو ميمه خرڅه شوې په پيسو
باوجود چې نه يې دين شته نه پښتو
لکه وينځه ټولې لوڼې مو خرڅېږي
بې ولوره خدای لپاره نه ودېږي
ولور وخته لس شل زرو روپو ته
خان صاحب لا خېژولی دی شپېتو ته
که څه وايم راسره د سر خطر دی
بيخودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
ته په خپله لږ انصاف وکړه پښتونه
چې په مونږ کې ګڼه نشته دا کارونه
که دروغ وايم نو همدلته سزا راکړئ
که رښتيا وايم ځانونه خپل اصلاح کړئ
په دنيا کې له دنيا له دنيا نه و شرمېږي
په عقبا کې خدای رسول نه ووېرېږئ
مونږ او تاسو چې ټينګ کړی دا وضعيت دی
دا منلی نه پښتو نه شريعت دی
شريعت کې خو نه غلا شته نه جواري
دا زمونږ په پښتنو کې دي جاري
سود خوړل هم ناروا دی مسلمان ته
له افسوسه مې غصه راځي خپل ځان ته
يه پښتونه ستا دې کار ته په سودا يم
سودا څه چې مخامخ يې درته وايم
په ټوپک دې چې ښايسته نن ستا اوږه ده
دښتيا وايه ستا له چا سره پتنه ده
يا به تره زوی ته ګواښېږي يا تربور ته
لږ خو شرم و حيا ودروه حضور ته
حقيقت کې دښمن نه دی دا دې ورور دی
خوږ او لاد ګوره دا ستا د پلار او مور دی
دښمنان دې د وطن ګرځي چمن کې
ته له ورور سره کېوتی يې په ګند کې
تا نه بل کم عقل څوک دی په جهان کې
نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې
بيا دې خپلو خانزاده ګانو ته حيران يم
ځان د قوم مشر ګڼي وايي چې خان يم
هسې چارې بيا له دوی نه واقع کېږي
چې دقوم په تباهۍ باندې ختمېږي
که ته خان يې نو د ګرد قام نوکري کړه
د عاجزو درمانده وو دستګيري کړه
په خدمت کړه دا ټول خلک مخلصان خپل
په ټوپک او تمانچه مه ساته ځان خپل
که ستا زړه کې څه حسد او کينه نه وي
يا ويشتلی دې بل ورور په سينه نه وي
څه حاجت دې په ټوپک او په نوکر دی
بېخودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
په ټوپک خلک ساتي د وطن خاوره
خانصاحبه! ته زما مسکين نه واوره
دا چې نن په خپل کاله مصرفوې ته
دښمنان مونږ ته ګواښېږي
په نفاق او ځانځانۍ زمونږ خوښېږي
ښه عاقل يې هسې نه چې نه پوهېږې
خو شيطان دې زورور دی پرې غو لېږې
و لاحول وايه شيطان دې پرې هلاک کړه
خپل زړګی دې د کينې له زنګه پاک کړه
نيت دې ښه کړه هر مؤمن او مسلمان ته
له افسوسه مې غصه راځي خپل ځان ته
تمام عمر زمونږ تېر شو په غفلت کې
څه حاصل به کړو نفاق او عداوت کې
يا په کونډه سره نښلو يا په شفع
هر ګز ونه شوه د دې خبرو دفع
وايي څوک، يمه پلانکی قام مې جدا دی
داسې فکر زمونږ تل مدام خطا دی
يو مو دين يو مو مذهب يو مو وطن دی
يو مو غم يو مو ښادي يو مو مسکن دی
دښمنانو په چل ول دانه دانه کړو
ورور له ورور سره دښمن او بېګانه کړو
له خپل لاسه شو تباه په سپين مېدان کې
نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې
رب لپاره سر دننه کړئ ګريوان ته
ښه د غور په نظر و ګورئ جهان ته
هر ملت نن غوره کړې يکرنګي ده
خو زمونږ د پښتنو خانه جنګي ده
هر ملت د ترقۍ په سمند سور ځي
په هوا، په دريابونو لور په لور ځي
نه له چا څخه څه غواړي نه يې حاجت شته
چې د علم او له عرفان سره يې رغبت شته
د توپونو طيارو کاريګران شول
د زرګونو فابريکو نن خاوندان شول
زما لور لا په دوکان د آهنګر دی
بې خودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
څوک صحيح متخصص څوک ډاکټران شول
چې د ښو ښو تجربو دوی خاوندان شول
قسم قسم عمليات او پيچکاري کړي
د هر درد او هر مرض جلو ګيري کړي
مونږ خو مړه کړو ملاريا چې کمال نشته
د کونين د جوړولو مجال نشته
لاس تر زنې د خارج دواته ناست يو
لکه ګوډ فقير دنيا و ته په خواست يو
په دنيا کې کور په کور دواخانې شته
د دوا د جوړولو کار خانې شته
زه سپېرکۍ پسې جوار وړمه بيا دوکان ته
له افسوسه مې غصه راځي خپل ځان ته
زه دې خپل انسانيت ته حيرانېږم
که انسان مې څوک نه بولي خپه کېږم
نن چې ګورمه کارونه د انسان زه
انسان نه شمه بللی دا خپل ځان زه
انسانيت د انسان هله مشرف شي
چې په علم مشرف او مکلف شي
چې له علم نه په څنګ وي انسان نه دی
زه يې حيوان ګڼم که څه هم حيوان نه دی
بې علمي بده بلا ده که پوهېږي
ته له دې بلا نه ولې نه وېرېږې
عاقبت به دې داخل کړي په زندان کې
نور د صبر طاقت نه وينمه ځان کې
غلامي له ناپوهۍنه حاصلېږي
د هنر په مخ کې غرونه ويلې کېږي
دا متل دی مشهور چې عقل يې کم وي
د هغو خلکو په کور کې مدام غم وي
خدايه ته مې دا د غم شپه زر سبا کړې
ما په راز د ژوندانه باندې اګا کړې
دا وحشت زما بدل په مدنيت کړې
تار په تار پښتانه غونډ په يو وحدت کړې
مرور ورونه زما سره پخلا کړې
دا دخپل کور نواقص زمونږ اسلاکړې
خدايه تا ته مې دا خواست شام و سحر دی
بې خودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
د وطن سوي ډاګونه مې ودان کړې
د شونټۍ په عوض برق پکې روښان کړې
خوار ملت زما نور خلاص ته له ذلت کړې
خزانه مونږ ته په لاس ته د علميت کړې
دا سپېره غرونه زما واړه ګلشن کړې
ځنکدن مې بيا ګلشن کې دوطن کړې
د څېړۍ په ځای مالټه او سنګتره کړې
په ژوندون کې خدايه دا راته ښکاره کړې
خو زما ملنګ جان زړه کې ډېر ارمان دی
خدايه تا ته مې دا خواست په هر زمان دی
ارماني چې مې بونه ځې ګورستان ته
له افسوسه مې غصه راځي خپل ځان ته