نارې مې په غوږ واورئ

نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ

نارې مې په غوږ واورئ زه وطن ستاسو زانګو يم
روزونکی مود جسم دا زما آب و هوا ده
لږ پام را باندې وکړئ اديره مو د پلرو يم
د هغو له سرو وينو نه رنګينه مې فضا ده
دا خاوره چې ګورئ درست هډوکي د نيکو دي
قبضه د نورو خلکو په ماباندی ناروا ده
خوشحال او احمدشاه او د شيرشاه او ميرويس ګوريم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو موريم
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مانه مخ په شا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه تې پروا شوئ
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مه کوئ غفلت
په ښه ډول ساتلې ومه زه ستاسو نيکونو
ورو ورو مې خوا ته راغلل په امېد مې د قربت
اغيار راته سترګک وهي ته څه شولې پښتونه
يو لاس يې رانه ونيو، کش کوي مې هر ساعت
لازم نه ګڼم دا چې مې په مخ وهي لاسونه
ناموس مې خرابېږي زه د هر پښتون پېغوريم
نارې په غوږو واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
په لورې مې ګواښېږي تاسو مړه او نه تبا شوئ
واړه مې غېږ کې لوئ کړئ له مانه بې پروا شوئ
په لورې مې ګواښېږي تاې ولې نه شرمېږئ
هر کله پښتنو پخپله کوڼده ځان وژلی
ما وپېژنئ و کورئ په سترګو مه ړندېږئ
زه ملک مو د نيکو يمه هغو يمه ګټلی
د هغسې نيکونو اولاده تاسې يادېږئ
چې بېښ يې د د تورې شرق و غربه پورې تللی
د هغو دښمنان نن راته خاندي سوی سکوريم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
په داسې ځان ځانۍ سره د خلکو د خندا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
په داسې ځان ځانۍ سره دا خپل وطن مو وران کړ
نن ځکه په دنيا کې تېروئ مصبيتونه
کم (۱) پورې د عرفان ماميره کله په چشمان کړه
اوس تاسې جنګوي لکه چرګان په خپل منځونه
نو زه ملنګ جان ځکه هر مېدان کې ګډ په شور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن دا ستاسو موريم
دا ولې د خپل کور په بربادئ باندې رضا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ