تشخيص مو د رنځ وکړه

تشخيص مو د رنځ وکړه که حکيم د امنيت يې
په خير راغلې هوښياره، امريکا نه ستړی مشې
تشخيص مو د رنځ وکړه مونږ ظلمونو يو زپلي
د زړه غوښې شوې ويلې له چشمانو نم بهېږي
که ولاړه شې مغلګۍ ته د ېوالونه يې نړېدلي
تر اوسه يې د زخميانو پرهارونه نه جوړېږي
اته ساته بمونه چل ګزي کې ورېدلي
ورکوټي ماشومان خپلو پلرو پسې ژړېږي
قرياد ته مې غوږ کېږده که مايل د حقيقت يې
تشخيص مو د رنځ وکړه، که حکيم د امنيت يې
که دا حال ستا په قام وي، خدای دې نه کاته به څه شې
په خير راغلې هوښياره، امريکا نه ستړی مشې
په خپله به خبر يې چارسدې د قتل عام نه
تور سرې ماشومان لکه چنچڼې قتلېدل
دا کومه ګناه شوې وه د دغه مظلوم قام نه
لښتي د دوی د وينو هر طرف ته بهېدل
ګولۍ تېر وبېروتې وې د پاک الله کلام نه
تور سرو قرانونه به نيول دوی نه منل
ګناه يې ورته دا شوه چې طالب د شريعت يې
تشخيص مو درنځ وکړه که حکيم د امنيت يې
د تن غوښې لاڅه چې هډ او پلې زما اوبه شوې
په خير راغلې هوښياره امريکا نه ستړی مشې
که نوم د ازادۍ اخلم زندان ته لېږل کېږم
خانان او ملګان مې د جېلو نه نه خلاصېږي
ظالم له لاسه هر کله په وينو کې لمبېږي
زما په مظلومۍ خاطرد هيچا نه رحمېږي
پښتون يم مسلمان يم غلامۍ باندې شرمېږم
د عدل په دنيا کې دغه څه راباندې کېږي
ته هر بندي مې وپوښته چې بند په څه علت ېې؟
تشخيص مې د رنځ وکړه، که حکيم د امنيت يې
د غم سندرې وايم د زړه غوښې مې وريتې شوې
په خير راغلې هوښياره امريکا نه ستړی مشې
په خپله ته منصف شه زه بشر يمه که نه يم
که زه چېرې بشر يم نو حقوق دی زما چېرې؟
په دغه شلم قرن در په در يمه که نه يم؟
د ولې ناکردې چې په ما کېږي ډېرې ډېړې
اتيا لکه پښتون په سمه غر يمه که نه يم؟
طالب زه د خپل حق يم وابه نه وړمه هيچرې
ژړېږه ملنګ جانه چې ملنګ د حريت يې
تشخيص مې د رنځ وکه که حکيم د امنيت يې
درد مند سړۍ بېخود وي په وينا مې خپه نه شې
په خير راغلې هوښياره امريکا نه ستړی مه شې