په افسوس افسوس مې دواړه ..

په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې
چې نظر مې شو روزګار د دې دنيا ته
له ډېر غمه مې په مخ اوښکې خورې شوې
خدايه ما پښتانه ټول سپارلي تاته
د افسوس نارې وهم په زوره زوره
پښتانه په خوب ويده دي نه پاڅېږي
زوی د پلار په لاره نه ځي ورور د وروره
هر سړی د ځان په ګټه خو شحالېږي
حقيقت کې يو پيدا له يوې موره
دا وطن دی زمونږ مور که څوک پوهېږي
د دې حق مونږ نه تلف خاورې ايرې شوې
ځکه لاس د محتاجۍ نيسو بل چاته
ای پښتونه دې دنيا ته لږ نظر کړه
د مرغانو په شان ګرځي په اسمان
ته هم نر شه سرومال په دې لار ورکړه
نارينه شه هر ځای وګټه ميدان
د شېرشاه او د ميروېس نه ځان خبر کړه
تاريخ بېرته کړه او ګوره داستان
پلار ګټلي زوی ته ټوکې مسخري شوې
دا متل استعمالېږي ما وتاته
په دنيا د پښتنو څومره لوړ نوم و
چې روان وو د يووالي په يو لار
په هر ځای يې د بري بيرغ معلوم و
احمدشاه بابا دی پرېښی لوی يادګار
چې به دوی په کوم طرف وړی هجوم و
د ښمنان يې وو تر پښو لاندې تار تار
نن مې څله د خپل ځان برخې سپېې شوې
زمونږ سترګې د اميد دي هرې خوا ته
موجوده پښتانه ولې نه شرمېږي
چې يې پرې ښوه د نيکونو سمه لار
د دې ژوند نه په مرګ ولې نه خوښېږي
چې د بل د لاس جوټه خوري لکه زار
چې د بل پيسو ته لاس نيسي ودرېږي
په هغه پښتون لعنت شه هزار بار
خو زما ملنګ جان برخه دا سورې شوې
که د خوږ زړګي ملهم را کړي خدای ماته