د افسوس اوښکې مې ځي

د افسوس اوښکې مې ځي لکه رودونه
دم په دم مې د خولې خېژي فريادونه
ميراثه د پلار نيکه مې لاندې کېږي
ظالمان زما په حق نه قانع کېږي
د افسوس اوښکې مې ځي لکه باران
په ژوندون مې ميراث بولي د ښمنان
په حساب سره اته ميلونه کور يم
هسې نه چې په دنيا کې زه کمزور يم
مګر دا چې غوره کړی مې دی صبر
نه ظالم يم نه په چا کومه جبر
عاقبت به مې د صبر کنډول مات شي
په د نيا کې به بيا بل اور د پسات شي
زه طالب د خپل حقوق او استقلال يم
ازادۍ په نامه تېر تر سرو مال يم
يا به خاورې په دې لار کې خپل زلميان کړم
يا به جوړ په خپل همت پښتونستان کړم
ظالمانو کړم بېزاره زه له ژوندونه
د افسوس اوښې مې ځي لکه رودونه
سپک وضعيت دپښتانه کله خوښېږي
ظالمان زما په حق نه قانع کېږي
زه لوی شوی يم ازاد ازادو غرو کې
ازادۍ مې ځای نيولی په مغزو کې
څو څو ځله په دنيا کې تجربه يم
امتحان مې دی روکړی ازموده يم
هغه چاچې زما توره ده ليدلې
د ناکامه يې په خپله ځان سېزلی
بيا به هم ورکړم دنيا ته امتحان
خدای راکړي د زمرو په شان زلميان
ما په خو اور سترګو مه ګوره دښمنه
خپل غيبونو ته نظر وکه عيب جنه
تاسره که طلسمونه د فرنګ دي
ما سره هم خزانې د نام او ننګ دي
ما رد کړي د ګرزونو ګذارونه
د افسوس اوښکې مې خي لکه رودونه
پخه خښته په باران کله رژېږي
ظالمان زما په حق نه قانع کېږي
زه پښتون يم پښتنې يم زېږولی
د پښتو په کاروبار يم پو هېدلی
ما ته شوی په طفلۍ کې دا وصيت
پلار نيکه راته تېر کړی حقيقت دی
له خيبره تر اټکه مې وطن دی
وطن څه چې خاص زما د پلار مسکن
يا به دا وي چې به وينه پرې توده کړم
يا به ځای د پلار نيکه په فرموده کړم\
يا به سرو مال په دغه لار خيرات کړم
يا وطن د پلار نيکه به مې ازاد کړم
زه خو نه شم باداري د چا منلی
نه قيامت کې شم نيکونو ته کتلی
دا چې کېږي پښتنو باندې ظلمونه
د افسوس اوښکې مې ځي لکه رودونه
دا نو کله زمونږ زړونو کې ځانېږي
ظالمان زما په حق قانع کېږي
حال احوال د چارسدې چې رابر سېر شو
کر بلا او يزيد دواړه رانه هېر شو
خدايه د ا څنګه اسلام څنګه امت دی
ماشومان تور سرې وژني دا حالت دی
هغه څوک چې په دښتيا د پښتون روی وي
او رښتيا د پښتنې په غېږ کې لوی وي
خوب خندا به کړي په ځان باندې حرام
څو وانخلي د غليم نه انتقام
خو زما ملنګ جان دا سوې مسرې دي
مسرې څه چې ټول د غم سوې نارې دي
حقيقت کې نه چاربيته نه غزل دی
محض غم د خپل وطن راسره مل دی
دغه غم مې په زړګي ايښي داغونه
د افسوس اوښکې مې ځي لکه رودونه
په ملهم د خپلواکۍ به ورغېږي
ظالمان زما په حق نه قانع کېږي