طلب د علم پور دی

طلب د علم پور دی
لپاره د انسان
خاونده زه نو ولې ناپوهۍ سره آشنا شوم
په سترګو نابينا شوم
طلب د علم فرض دی
په مونږه لکه قرض دی
وحشت يو لوی مرض دی
وحشي له په دنيا کې د همه خلکو پېغور دی
طلب د علم پور دی
پېغور نه ځان رها کړئ
د خلکو نه حيا کړئ
د زړه ژبه ګويا کړئ
اخلاق ښه کول ښه دي اداره هم د خپل ځان
لپاره د انسان
تر څو به داسې ژاړو
دبل نه ډوډۍ غواړو
خالي له عمله لاړو
په خپله به ښه نه يم بې تاثيره له دنيا شوم
په سترګو نابينا شوم
نظر کړئ هرې خواته
څه وګورئ دنيا ته
پښتونه وايم تاته
چاپېره هر طرف زمونږ پروت د کفر زور دی
طلب د علم پور دی
راځئ چې ځان سمبال کړو
ملا وتړو دا خيال کړو
پيدا ځان ته کمال کړو
چستي خوی دهستۍ لري سستۍ کې شته تاوان
لپاره د انسان
مېوه د اتفاق
خواږه لري اخلاق
بل اور دی د نفاق
خاونده له دې اوره زه غوښتونکی د پنا شوم
په سترګو نابينا شوم
عالم ويښ او بيدار شول
ټول پوه په کسب کار شول
دانا په هر اسرار شول
زموږ د جهالت نښان تر اوسه لا په کور دی
طلب دعلم پور دي
ښوونه ورورولي
دخپل د کلي غل يې
تر څو د ټکي مل يې
روی کار کړئ صداقت چې مساوي شو د جهان
لپاره د انسان
که ټول په صداقت شو
په څنګ له عداوت شو
خاوند به د عزت شو
ژړېږم پخپل حال چې خبرداره له دنيا شوم
په سترګو نابينا شوم
ملک که منصبدار وي
که زړه کې خيانت کار وي
هغه د ملک غدار وي
خالق به جزاورکړي په قيامت کې مخ يې تور دی
طلب د علم پور دی
چې وي صداقت مند
د قوم په مينه بند
ديدار يې کوي خوند
د هغو خاک پای يم چې يې رحم وي په شان
لپاره د انسان
غمجن زه ملنګ جان يم
به دوه غمو پرېشان يم
يو غم د خپل وطن بل له خوارۍ زه يک تنها شوم
په سترګو نابينا شوم