الهي راولې باران د علم

الهي راولې باران د علم
چې پرې ودان افغانستان شي
په مراد سر کړې طالبان د علم
چې باغ د زړونو مو روښان شي
الهي راولې سيلاب د علم
چې دوحشت په جل هلاک شومه زه
هيڅ کمبود نه لري درياب د علم
که په ورتلو ورته چالاک شومه زه
خدايه پښتون ته کړې کامياب د علم
په دې ارمان ارمان چې خاک شومه زه
زړه زخمي غواړي درمان د علم
که پاک الله مې مهربان شي
د بې علمۍ زخمونه ډېر دي زما
زه به دکوم زخم علاج کومه
ذرې ذرې زړه په شمشېر دی زما
چې د پردو خلکو احتياج کومه
کسب و کمال په کور کې هېر دی زما
زه به تر څو د سوال رواج کومه
راځئ چې ورشو په دوکان د علم
که دامشکل زمونږ اسان شي
نن د پردو په ډوډۍ شخوند وهمه
دا مجبوريت نه دی نو څه دی زما؟
چاړه په لاس د ورور مړوند وهمه
دا جهالت نه دی نو څه دی زما؟
لکه جار چې فرياد بلند وهمه
کور کې غفلت نه دی نو څه دی زما؟
نه اوري څوک، نه کړي پرسان د علم
ځکه په مخ مې رود روان شي
خلکو په برق خونې روښانې کړلې
زه لا د تېلو نه جدا نه يم
په تراکتور شاړې ودانې کړلې
زه په دې شتو مغزو دانا نه يم
خزانې پټې يې عيانې کړلې
سترګې مې شته پکې بينانه يم
همېش سمسور وي ګلستان د علم
چې په چا فضل د سبحان شي
چې ددنيا زيست و روزګار وينمه
په زړه مې غم راشي ژړېږمه زه
د خلکو ډېر لوړ اعتبار وينمه
پخپل نامه پورې شرمېږمه زه
تر څو به خپل ملت نادار وينمه
د قرض او پور نه نه خلاصېږمه زه
بېنوا پاتې ملنګ جان دعلم
ځکه يې هر ساعت ارمان شي