نن مې بيا زړګی

نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې
له افسوسه مې چشمان دي په خونيار ګډ
کشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ
محترمو اوريدونکو عزيزانو
عاليقدرو عزتمندو صاحبانو
زه غمجن د څو خبرو ارزومند يم
ازرده نه شئ له ما نه زه دردمند يم
عفوه غواړم که وينا کې مې تلخي وي
د مريض په سخت ويلو څه ناخوښي وي
زه دردمند يمه د درد سندرې وايم
خو د زړه دردونه اوس تاسې ته ښايم
زمونږ سترګې له غفلته نه غړيږي
نن مې بيا زړګۍ نری نری خوږيږي
تاسې وګورئ دې دنيا او دې جهان ته
دې کوښښ او دې غيرت او دې وجدان ته
خيال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو
د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو
ډک سيندونه د اوبو راته روان دي
خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي
خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه
په لکونو کروړونو جريبونه
افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې
درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې
پښتانه که ټول د علم خاوندان شي
او ډاګونه تمامي زمونږ ودان شي
په وطن په زمونږ څه لره کاختي وي
د دانو به په مونږ ولې قيمتي وي
وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته
د ملت په دې خبرو څه خيال نشته
هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی
د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی
که ځانونه معارف سره اشنا کړو
د عرفان په ماميره سترګې بينا کړو
نه به اوسو په احتياج او انتظار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ
يو انګريز به بېسواده پاتې نه وي
په خپل علم به نامراده پاتې نه وي
موږ په سلو کې پنځه نوي اميان يو
تر دريم کلي ميرزا پسې روان يو
يو انګريز به چا نادان ليدلی نه وي
د مکتب نه به ناکام وتلی نه وي
زمونږ وړوکې ډلې ډلې ناکاميږي
ناکامۍ په نوم مکتب نه خارجيږي
که رښتيا وايم پښتو او غيرت نشته
د ناکامو په پلرو کې همت نشته
دا خو مرګ دی چې پښتون زوی ناکاميږي

نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
تمدن اول له بلخه شروع شوی
جهان پوه نه ؤ له موږ ځنې پوه شوی
موږ نه وروسته خلک مخکې عالمان شول
شاګردان د استاذانو استاذان شول
څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه
امريکا ده کشف شوې واوره ما نه
نن يې فکر اسمانونو ته ختلی
تر مريخ او عطارده رسيدلی
هۍ افسوس افسوس زموږ په پښتونواله
نن تعليم له چې موږ درومو امريکا له
يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
که يو ټوکۍ د خارج نه نوی راشي
اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي
دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو
په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو
خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته
پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته
ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو
د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو
څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي
د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي
له ناکامه يم په شور او په چغهار ګډ
کشکی نه وای د دې دهر په بازار ګډ
ښه کانونه په وطن کې خدای راکړي
مګر موږ د بې علمۍ سيلاب يو وړي
د پترو لوښي چيني لرو کاله کې
دروغ نه وايم د ملک په هره ناله کې
علم پوهه زموږ نشته چې يې د ځان کړو
خپل ځانونه د هستيو خاوندان کړي
د خارج تيلو نه کار اخلو تر کومه
نه شرميږمه نه په دې خبره مرمه
څو به شميرمه هر شی واړه قياس کړی
خدای د پاره د نفاق نه پورته لاس کړئ
په نفاق کې عاقبت سړی سپکيږي
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي

نور عالم کې رای ګيري چې چرته کيږي
يو ريس يا يو واکمن چې غوره کيږي
تر څليرويشتو ساعت کار يې تمام وي
په يو تن به قناعت د تمام قام وي
موږ که نيسو يو وکيل ملي شورا ته
ته به ماته غاړه نږدې زه به تاته
تر پنځو مياشتو جګړه مو نه پرې کيږي
په ګوندۍ سره پسونه حلاليږي
چې زمونږ د بارسوخو دا روزګار وي
نور د عامو ځنې څه ګيله پکار ده
له دی غمه اوړ مې بل شي په لړمون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
ای پښتونه! ورشه کينه سينما ته
چې وضيعت د نور عالم شي ښکاره تاته
نورو خلکو له کارو نه ځان خبر کړه
بيا دی خپل موجوده حال ؤ ته نظر کړه
په دنيا کې هسې رنګه ډاکټران دي
په هر فن کې دوی غښتلي ماهران دي
خو زموږ ماته باجه دوګړه رباب دی
هغه هم کله موقوف کله ازاد دی
خان، ملک ما ته غم کې د رشوت دی
شيخ صاحب مې راته وايي جوړ قيامت دی
ومې نه ليد په خدمت کې خدمتګار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ
که څه نه وايم له درده ټول پړسيږم
که څه وايم خدای شته دی چې ويريږم
دا زموږ د پښتنو ځينې خانان دي
شپه او ورځې د پيمخو ملنګان دي
کله لکه تمانچه ورته تر څنګ کا
دا لا بله په خپل ځان پورې ريشخند کا
نو د هغه خان به څه د خانۍ خوند وي
چې په مينه د پيمخو کې دئ بند وي
دی عمل او دې کارو ته چې نظر کړم
څه اميد به له غيرت او زور و زر کړم
په قسمت کې چې څه وي هغه رسيږي
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي

بيا د ځينو حاکمانو به څه وايم
خپه نه يم خير دی زه ترينه رضا يم
په شنو لښتو يې تمام کنډوکپر يم
پاکه خدايه زه انسان يم که ډنګر يم
حاضرينو نه حياء راضي شرميږم
عفوه غواړم په همدې ځای به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زارۍ او استغفار شی د خدای لور ته
خدايه ته مو د حسد تبه سړه کړې
ددې وږو خلکو ته ګيډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کې
خدايه ته پخپل کرم سره موږ يو کې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استاذان کړې
افغاني ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهي ستا د حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غمزده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقي د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ