موسم د پسرلي دی

موسم د پسرلي دی ولې زه پرې نه پوهېږم
پر ما باد طوفان دی
ستم د زمانې له لاسه ورځ په ورځ زېړېږم
په برخه مې خزان دی
موسم د پسرلي دی په وطن بوی دجنت دی
خوږ زړه چې په کلاړ وي
بې درد به ځي مېلو ته په درد مندو جوړ قيامت دی
چې ما غوندې بېمار وي
خندل د هغه مشره سره څه مناسبت دی
چې قامې خوار زار وي
ګلان ټول په خندا دي زه له ډېر غمه ژړېږم
په مخ مې رود روان دی
نن جوړ دي په ګلشن کې سرودونه د توتيانو
موسم دی د ګلونو
زما له غوږ نه وځي زګېروی د ماشومانو
چې مړه دي په بمونو
په چا وژاړم خدايه چې زما په عزيزانو
اوربل دی د ظلمونو
خالقه دې دنيا عدل و انصاف ته حيرانېږم
دا څه رنګ جهان دی
نه عدل نه انصاف شته دا د مخې د سيسې دي
مظلوم لپاره چل دی
نه ښه شته نه ښه والی خود ښو خلکو پېښې دي
چې ښه يې بولې غل دی
ظاهر کې سرقندونه منځ يې وګورئ نخرې دي
پټ زهر ښکاره عسل دی
ښه واوره ريا کاره په فرېب دې نه غولېږم
په منځ کې د شيطان دی
راپورته نباتاتو کړل له خاورو نه سرونه
د ښه ژوند سلسله ده
پر ما د استعمار پراته د واورو انبارونه
هم هاغسې څله ده
زما د ژوندانه باغچه ګۍ نه نيسي ګلونه
را پېښه کشاله ده
غمجن زه ملنګ جان يم له غمو سره لوبېږم
همدغه مې ګذران دی