ژړېږم لکه شمع

ژړېږم لکه شمع د ډېر درده ګډ په شور يم
د غم څپېړې خورمه
ګيله وکړم د چا نه زخمي کړی زه خپل ورور يم
خپل ورور له لاسه مرمه
ژړېږم لکه شمع په ژړا مې لوند ګرېوان دی
څوک غوږ نه نيسي ماله
هر دم مې په کاله کې جوړ د سرو وينو باران دی
فرياد و کړمه چاله
که حق غواړم مجرم يم سمدستي مې ځای زندان دی
حيران يم دې دنيا له
خپل ځان راته معلوم شو ازلي په برخه تور يم
راحت نه پېژنمه
نن هر يو قام ازاد شو همدا زه کم بخت اسير يم
ژړا راځي ژړېږم
هيڅ زور کولی نه شم تړل شوی په ځنځير يم
شپه ورځ په کې کړېږم
خپل ورور په ما ظالم شو استعمار په دام کې ګير يم
مرغۍ غوندې پړکېږم
جايداد او ملک زما دی هسې نه چې خيرات خور يم
خپل حق کله پرېدمه
د خدای د پاره ورونو يو د بل په حال نظر کړئ
نور پرېږدئ عداوت
په کور کې اتفاق او اتحاد مو برابر کړئ
ښکاره کړئ صداقت
ځانونه د دنيا نورو قامونو نه خبر کړئ
نور مه منئ ذلت
نفاق تکه تکه کړم هسې نه چې زه کم زور يم
د غم شپې تېرومه
ملا وتړه په ټينګه په اخلاص سره شه پورته
زمری شه مه وېرېږه
لاسونه د حاجت مه نيسه ته د بل چا لور ته
په دې راز وپوهېږه
د بل لاس جوټه پښتونه مه راوړه خپل کور ته
پيغور نه وشرمېږه
چې زه ملنګ جان سوی همېشه دغه پېغور يم
اوس قام پرې خبرومه