سر مې جار ستا له نامه

سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی

پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تا نه
هر يو ايښی ستا په مينه مال و سر دی

سرمې جار شه ستا د لوړو لوړو غرونه
له غيرته چې هر يو جګ تر اسما دی

صدقه شم ستا له ګرانو پښتنو نه
چې منلی ستا خدمت په ټينګ ايمان دی

دښمن کله بری وړی شي له هغونه
که هر څو مکرو فريبکې پهلوان دی

مېړنو ګويا ښکاره کړله مېړانه
ځکه سور بېرغ هر ځای کې لروبر دی

په هر ځای کې چې اصيل پښتونزاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي

هغه څوک چې بې غېرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لورته ولاړ وي

او لاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو له پيغور ځني به ژاړي

خپل او لاد ته پېغور نه پرېږدي له ځانه
هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر دی

نارينتوب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلی د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي

څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی
خو دښمن لپاره بيا په يو تړون وي

پښتون نه دی په شا تللی له مېدانه
ټول جهان وته ښکاره لکه د لمر دی

چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنګ نه

عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه

چې په مال و سر ايسار په مېدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه

خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی