زه پښتون يم

زه پښتون يم زما روح پښتونستان دی
بې له روحه څوک ژوندون نه شي کولی
زما خوښ د ازادۍ نام ونښان دی
اسارت زما ارواح نه دی منلی
زه پښتون يم پښتونواله مې خوښېږي
سرو مال د پښتونوالې نه خيرات دی
که مې سرې وينې په د غه لار تويېږي
زما وينې د وطن د سر زکات دی
هغه سر چې قوميت کې خاورې کېږي
خاورې نه دی تر قيامت پورې حيات دی
پتنګ کله د ډيوې نه روی ګردان دی
په ډېر فخر سره يې خپل بدن سېزلی
زما تن کې که هډوکي دي که غوښې
د غه واړه د وطن آب و دانه ده
د وطن نه به يې قربان کړم ګوښې ګوښې
هر اندام مې د دې لارې نذرانه ده
ما کې شته د پښتونوالې پوره نښې
خدای راکړې د همت ښه خزانه ده
ابۍ کړی راته غوږ کې دا بيان دی
که بې ننګ وي پۍ مې نه دي وربښلي
په کوم ځای کی چې پښتون وي لوبېدلی
که اول وي که اخر د پښتون مال دی
که سل ځله وي په وينو لمبېدلی
خو بيا هم پښتون ګټلی استقلال دی
اکثريه خلکو پخپله ځان سېزلی
چې پښتون ورته ښودلی توره ډال دی
پښتنو ته رب ورکړی کلک ايمان دی
له مېدانه چېرته نه دی تښتېدلی
زه پښتون د پښتون زوئ پښتونزاده يم
ټول جهان زه پېژندلی چې پښتون يم
زه د دې خاورې د غېږې پرورده يم
دغه خاوره مې ليلا زه يې مجنون يم
قربانۍ لره حاضر او اماده يم
زه مين د خپلواکۍ په ښه قانون يم
نو زما ملنګ جان دا عهد و پيمان دی
ما خپل ځان پښتونستان ته وربښلی