يا به مې شې په وينو رنګ وطنه!

يا به مې شي په وينو رنګ وطنه !
يا به دې زر تر زر د ځان کړمه

يا به ساتم ستا نام و ننګ وطنه !
يا به خپل ځان درنه قربان کړمه

يا به پټکی تړم نرانو په شان
يا خو په سور کفن څادر شي زما

يا به ځان سيال کړم د سيلانو په شان
يا تورې خاورې به بستر شي زما

الله مې نه کړي غلامانو په شان
چې په دنيا کې زنده سر شي زما

سر درکوم په تا قلنګ وطنه !
ستا حفاظت لکه ايمان ګڼمه

وړوکی ستا په غېږ کې لوی يمه زه
ځي مې دخولې ځني ستا بوی د شيدو

مورجانې ستا حلالي زوی يمه زه
تا په طفلۍ راکړی درس د پښتو

ستا په قيمت او قدر پوی يمه زه
نه ساتم ځان، ساتم ستا پت او آبرو

ستا د ډيوې دا تغير رنګ وطنه!
د وينو تېل باندې روښان کړمه

که پس له مرګه څوک جنت غواړي
زه په ژوندون ستا ازادي غواړم

که ځيني خلک د ځان صحت غواړي
زه پخپل مرګ ستا آبادي غواړم

که خدای له مانه عبادت غواړي
زه مې له خدايه خپلواکي غواړم

يم به هر چا سره په جنګ وطنه
څو چې ازاد پښتونستان کړمه

پښتونستانه! د غريبو کور يې
ستا قربانۍ ته غريبان ټولوم

خانانو ستا مينه که پرېښوده مورې!
ځم د دوهۍ نه ملنګان ټولوم

غليم به پرې نه ږدمه ستا په لورې
لو خو کوډۍ نه مسکينان ټولوم

زه ملنګ جان دې يم ملنک وطنه!
تاپسې ډېر به ملنګان کړمه