د شاعر پيژندپاڼه

طاهري
آسترالیا

زما نوم شکرالله طاهري د محمد طاهر ځوی په قوم مومند . په ۱۳۳۷ هجري ش کال کې د ننګرهار ولایت د جلال آباد د ښار په (۱۶ ) فامیلي لومړی ناحیه کې زیږید لی یم. لومړنی زده کړه مې د عبدالوکیل په ښوونځی کې کړی او بیا د ننګرهارد لیسې څخه په ۱۳۵۶ هجري ش کا ل کې فارغ اود ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی ته شامل شوی یم . په ۱۳۶۱کې د همدې پوهنځی څخه فارغ او اوس مها ل په آسترالیا کې د غربت شپی او ورځې تیروم. په درناوې
مینه
مینه کار دزړه ده مینه کیږي په جذبه باندې
عقل هیڅ کار نلري په کاراو بارد زړه باندې
مینه حکومت کوي د هر عاشق دزړه په سر
مینې نه غیرنکړي زړه دبل چا مشوره باندې
مینه ده جنون جنون کې ښه اوبد تمیزنه وي
سوزي پتنګان ځکه د شمعې په لمبه باندې
عقل وي په سرپه ځوان اوزوړکې فرق نلري
پوهه به زیاتیږي د سړي په تجربه باندې
علم په عمل دی بې عمله عا لم نه کیږي
ډیر خلک ایږدي به کتابونه په تاقچه باندې
مینه دوطن هم یو نشه ده یو بیل خوند لري
هرڅوک نه پوهیږي طاهري پدې نشهَ باندې
شکرالله طاهري



خوشبو مې د وطن د خاورې نه ځي د سپیږمو نه
آرام مې د زړګي کله راځي وړې سلګو نه
منم چې زه اوسیږم دا ښایسته ښار دی دنیا کې
خو زړه مې نه صبریږي هغه دنګو دنګو غرونه
دا رنګارنګ ګلونه دا تازه او شنه باغونه
زړه نه غواړي جاریږي هغه شاړاو واړ دښتونه
دا څنګه به زه وایم چې مین ورباندې نه یم
مجنون خو خلک پیژني خیرن څیرې جامو نه
لحد کې مې مخ کیدئ مخامخ د وطن لور ته
چې مې سترګې به شرمیږی قبرستان د پرد و نه
نور صبر وقرار نشته دفرقت دې زوړ بدن کې
زیاتې به زه مړ کیږم طاهري د شوګیرو نه
شکرالله طاهري



موری
ته یونایاب ګنج اودولت ددې دنیا یې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
ته یې دمینې محبت اوشفقت ګلالی
ته یې دخداې مهرباني اودرحمت یوډالی
ته سعادت مې ددنیا او دعقبا یې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
ته یې زما دامیدونوارمانونو هما
ته یې زمادتصوراودفکرونو دنیا
ته مې دخیال اودخوبونو یورښتیا یې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
دژوندانه دسفر تا راته کتاب راکړی
دښه اوبد تمیزاوفرق تا بیحساب راکړی
ته مې دهر قدم اولارې رهنما یې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
تا راته ژبه تا شناخت ددې خپل ځان راکړی
دمعرفت درس تا دځمکې او آسمان راکړی
ته مې دتورو او تیارو شپو سبا یې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
تازحمتونه ډیر ګاللی زما په درد او علاج
تاخو ایستلی زما دسکون اوراحتونو ډیر باج
ته مې غم خوارته مې همدرداومسیحاءيې مورې
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې
زما د ناآرامه او زخمې زړګی دوا ته یې
هرمسرت او هر خوشي مې ددنیا ته یې
ځکه ګران په طاهري ته ترهرچا یې موری
زما دژوند بله ‌‌‌ډیوه دمخ رڼایې مورې


راځي به صباوون
تیریږی به دا توره شپه راځي به سباوون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون
هرسختي به تیریږی هرغم چې وی هیریږی
هر درد به شي آرامه هر زخم بیا جوړیږی
دهرمرض دوا شته ددنیا په درملتون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون
زحمت پسې راحت به حتمې راځي په ژوند
بې زحمته څوک ندی لیدلی دژوند خوند
هرمشکل ته پیداکیږی یو لاره دخلاصون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون
کګلیچونو سره سره منزل وهي کاروان
ساحل نورښکلی کیږی په موجونو دطوفان
دوصل خوند هغه اخلی چې وګوری بیلتون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون
کله کله ترخه کیږی ژوند اکثر مګر خواږه وي
تل دپاره چې خواږه خوري هغه ژبه بې مزه وي
کله خوږ کله ترخه به څکې آشنا پدې ګردون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون
بهاراوخزان ډیردی دژوند په ګلستان
کله غم کله خادي به راځي په هر انسان
طاهري یاره زده کړه دې موسم سره سمون
بې صبره دې څوک نشي چې ډیرښکلی دی ژوندون


غزل
د ارمان جنازه وځي کس بللی نشم
زخمونه ډیرپه زړه دي خوحال ویلی نشم
غمونواو دردونو د دنیا یم ډیر زپلی
نصیبه بس دی نور دې ستم زغملی نشم
په توروسترګوباربار نشتروهي په زړه کې
لا یو زخم جوړ ندی زه بل خوړلی نشم
شام و سحروي تاته دا میکشي مبارک
د خوار خلکو د وینو زه جام څکلی نشم
دسترګونه مې نم هم غیرت له ډاراوچیږي
عجبه بې وسي ده چاته هم ژړلی نشم
دعدل او دانصاف قانون ټول شو د دنیا نه
د سر قاتل ته هم اوس زه هیڅ ویلی نشم
په ډیر بې عزتي دې زه وویستم له دره
له شرمه په ګریوان هم اوس زه کتلی نشم
دزړه په تیخانه دې دغم ګنج راټول کړی
طاهري یاره نور دې له درد وتلی نشم
شکرالله طاهري
غزل
توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو
خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو
بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره
ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو
بیا به جاروي په عشق یې هرپتنګ وزر او سر
شمع چې بل کړې ده یو اور نن په تودو سترکو
داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام خلکو !
څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو
په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه
نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو
وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور
خو وژني مې آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو