د شاعر پيژندپاڼه

وطندار

ورڼو سلام !
ډير وخت پخوا زيږېدلئ يم ، د ژوند پنځه پنځوس پسر ليه مي تير کړي ، ښايې درې څلور يا لږ يا ډير نور پسرليه هم ووينم . او يا همدا ژمئ مې د ژوند ورستئ فصل وي . خو زه ډا ډه يم چي لا ليکل کولای شم او لا يې لوستلای شم ، ځکه مي دا هوډ وکړ چي دلته د ځوانانو سره ځان په جوال کي واچوم .
ليکل لوستل کولای شم ، خو مسلکي زړه کړي مي نه دي کړي ، د کلي جومات مي پاس کړئ ، خو د مدرسی لوري ته ور برا بر نه شوم . بس همدا نيمي زدکړي او نيم سواد مي هڅوي چي په پښتو يو څه وليکم .
خدای شته ، شرميږم چي ولي مي زياته زده کړه ونه کړه ، ولي مي ديوه مسلک زدکړي ته ملا ونه تړل ، او نور داسي ولي ، خو بيا ځان غولوم چي وروره کوم پښتون د نړۍ مسلکي اېوارد ګټلۍ چي ما تر لاسه نه کړ؟ بيا خوشاله شم او په همدې نيمه سواد مي شکر د ا لله پر ځای کړم .
اوس نو خپل شعرونه ليکم او ستاسو څخه هيله کوم چي زما پر شعرونو غور وکړئ.
په درنښت
ستاسو ټولو وطندار