د شاعر پيژندپاڼه

سهاک
کابل،افغانستان

عبدالبصيرسهاک د حاجي کمال خان زوی په ١٣٦١ه ش کال دکابل د ديارلسمې حوزې په لونګ کلا (کاکورخېلو) کې زېږېدلی دی. لومړۍ زدکړې په پبي ماډل سکول پبي کې بشپړې کړې٠
او همدارنګه منځنۍ زده کړې يې په اتحاد عالي لېسې نوښار ،پښتونخوا کې سرته ورسولې٠

سهاک د ٢٠٠٢ع کال د کانکور په ازموينه کې ونډه واخيسته،چې دخپل انتخاب په اساس د ژبو او ادبياتو کابل پوهنځي ته بريالی شو٠ سهاک د زياتو اقتصادي ستونزو له کبله وه نشو کړای چې نوموړې پوهنځئ پيل او پای ته ورسوي ٠

عبدالبصير سهاک د ٢٠٠٢ع کال په ورستيو کې له يوې نړيوالې موسسې سره په کار پيل وکړ، چې تر اوسه يې له مختلفو موسساتوسره مختلفې دندې ترسره کړي دي٠ نوموړی اوس د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) سره د پرګرام مرستيال په توګه په کار بوخت دی٠

د لېسې له وخته يې داسې کسانو سره ملګرتيا وه چې په ادب او بيا تېره بيا په پښتو ادب مين ول، ادبي ناستې، دخپلو خوږو ملګرو سره د ادبي بنډارونه او همدارنګه تکړه ادبپالو ملګرو يې دې ته وه هڅاوۀ چې شعر وليکي، شعر يې خوښېدۀ، استعداد هم درلودۀ نو ځکه دا خپل خداي استعداد يې په کار واچوۀ