پوهاند زيار ياداښت
ملنګ جان او خوږې نغمې سره دوه نه بيليدونکي وييونه او جاجونه دي.
له (( ملنګ جان )) سره (( خوږې نغمې )) ما نا بلون ( تداعي) مومي او له (( خوږو نغمو)) سره ((ملنګ جان)) او بيا له دغه يوه نامه سره ډير بې شميره تلپاتي نومونه او له دغه بل نامه سره بې کچه تل ښيرازې خوږې نغمې.
دبلې هرې بشري ټولنې غوندې دپښتني ټولنې وګړني ( ولسي ) يا ګړني (شفاهي ) شعر تر ليکنې هغه زيات لرغونی تير مهال لري، هماغومره لرغونی څومره چې دپښتوژبې لرغونوالی اټکليدی شي. تر هغه د مخه چې د امير کروړ له وياړنې ( ١٣٩ ليږدي) څخه د پښتوليکني شعر تاريخ راپيل کړو، همدومره کلونه ښايي پر ګړني هغه اووښتی وي.
که تر کروړ دمخه بله هيڅ کومه ليکلۍ بيلګه پيدا هم نکړو او دا را ته يو مخيزه زباته شي چې همدا ((وياړنه)) په رښتينه لومړنی ليکلی شعر دی، دامانانه لري چې تر مخه يې هيڅ شعر نه دی ويل شوی .
هو، تر مخه به د ملنګ جان د خوږو نغمو غوندې ډيرې نغمې او بدلې ويل شوي او لکه بيدياني ګلونه به منګنيو سيليو د زمانې له ياره ايستلي وي چې يوازې د ژورو فيلالوژيکي څيړنو او شننو له مخې کولی شو، په ډيرو خواريو يې په ځينو ارخاييکو بدلو، لنډيو او پييلو متلونو کې يونيمزالی څرک هومره ولګوو.
د ننګرهار ګڼ شمېر ميشته او تلسمموره اوله دې سره ادبي ، شاعرانه او سندريزه سيمه دتاريخ په اوږدو کې هيڅکله له شاعرانو څخه بې برخې پاتې شوې نه ده. دا به ومنو چې د ليکني ادب او شعر لپاره به يې تاريخ دومره بډای او لرغونی نه وي ، مګر د وګړني او ګړني هغه له مخې ورسره ښايي بله هيڅ پښتني سيمه سيالي ونشي کړی.
په جوت ډول دلته دليکني شعر او دب پيلامه څلورسوه کاله د مخه له درويزه ننګرهاري او بيا ميافقيراله حصار کې جلال أبادي سره انښلي او اخون موسی بټي کوټي ، ميااشرف ګرديوال ، مرادعلي صاحبزاده، سيد مجدد ننګرهاری ، شيراحمد ننګرهاری ، بشير محمد لغمانی يې تر نوي پيړۍ رارسوي. د همدغې پيړۍ له پيله د نو ه مهالی ښوونې روزنې له دوديدنې سره ملا محمد افغاني نويس ( ليکوال ) ، عبدالرحيم رحيمي، شيراحمدشيدا، برهان الدين کشککی ، سيد حسن حسن، محمد ګل مومندد، ګل پاچاالفت، خادم، رښتين، پژواک، ګلاب ننګرهاری، او موسی شفيق.... غوندې ليکوالان او شاعران يو په بل پسې د نوي يا په بله وينا رښتينئ ليکنۍ د شعر او ادب ډګر ته راوځي او له نړيوال وسمهپالئ ( معاصر ) بهير سره يې جوګه کوي. په دغه څلورسوه کلن ليکنې پيره کې سره اوږه په اوږه دلوی ننګرهار په هره دره ناوه او أن تر دې چې په هر کلي او بانډه کې بې شميره لوستي او نيم لوستي يا په بله وينا ولسي او نيم ولسي شاعران پرله پسې او همهال را څرګند شوي او ټولې ديرې او اوجرې يې سندريزې ساتلې دي. مګر له دوئ څخه وخت پر وخت يو نيم داسې شاعرانو سر را هسک کړئ چې ټوله سيمه يې تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستې او ډير ژريې په ګرده پښتونخوا کې نوم او انګازه خپره شوې ده لکه واخلۍ مير ا، توکل ، سيدکمال، سيد مهربان، سيد باهوجان، خواجه رزق اله، مفتي خان، نور صيب، شريف لالپوروال، زرجان، محمد نور او بيا زمونږ د خوږو نغمو ملنګ جان.
دغه نوميالی ولسي او وګړنی شاعر چې له خپل لنډ ((٤٣ کلن)) عمر څخه يې نژدې ٢٨ کاله د خوږو نغمو زيږندويي ته ځانګړی کړی وو يوه بې سارې ځلانده څيره ده او ښايي تر ډيرو کلونوپورې يي نه يوازې په لوی ننګرهار کې بلکې په سراسرې پښتونخوا کې بل داسې شاعربه ځای ونه شي نيولی، لکه څنګه چې تر مړينې راوروسته په دې څلور ديرشو کلونو کې ټولو ته جوته شوې ده.
ملنګ جان لومړنی پښتوولسي شاعر و چې د اوربل او زلفو لِه موهومې نړۍ څخه يې واقعي نړۍ ته ګام کيښوداو په خپلو زړِه راکښونکو نغموکې يې دخپل ولسي او ټولنې هيلو او دردونو ته ځای ورکړ ، په پښتو ولسي شعر کې دغه ستر او ښتون دهمده نامه سره غوټه شواو نوروته د الهام سرچينه او مخبيلګه شو. هسې خو ټوله ولسي شاعري د موسيقييونه جلا کيدونکی ټوک بلل کيږي، خو ملنګ جان له دې پلوه هم يو نوښتګرانه اوښتون تر سره کړاو په خپلو خوږونغمو سره يې په پښتو موسيقي کې نوي تالونه او طرزونه را منځته کړل. همدا رنګه يې د ولسي نظم ژاڼروته په زړه پورې پراختيا او پرمختيا ورکړه او د نورو ولسي شاعرانوپر مخ يې نوي جوليز او منځپانګيز څنډونه پرانيستل. أن تر دې چې ډير لوست ليک والا شاعران يې تردغو اغيزولاندې راغلل او آګاهانه اونيم ناګاهانه لارويان يې شول.
دغه ډله شاعران چې ما خپل کتاب (( پښتوشعرڅنګه جوړيږي )) کې د يو لړلاسوندو له مخې نيم ولسي شاعران بللي،په ډير وبرخوکې تر ملنګ جان وروسته دي، نه ورسره په غزل او نورورومانتيکو شعرونوکې سيالي کولی شي او نه په ټولنيزو ، ملي او هوادنيو هغو کې. سره له دې چې په هسې ساټوباټو ترې ځانونه لوړ ګڼي اويو ((نيم ولسي ، نوم هم ځانته شرم بولي،حال داچې ملنګ جان ته ولسي )) شاعروايي!
داچې ولې د ملنګ جان په شعر کې يوه نيمه ګِرامري تيروتنه ليدل کيږي، ټولوته جوته ده او هغه پاړسي ګړدود په ويونکوکې راځي چې د چغتايانو له زمانو څخه دلغمان او جلال أباد ښار په شاوخوا سيمو کې دپښتوترسخت اغيزﻻندې يوه(( پتوا)) يا ((کنډيباغي)) بڼه غوره کړې .
( داچې دجال أبادشاوخوا ويونکي يې ځانونه عرب بولي کوم تاريخي لاسوند نشته)
او کومه خپلواکه ادبي او فرهنګي لا څه چې فولکلوريکه وړتيا هم نه لري. له دې کبله يې ټول ادب و فلکلور ، ټنګ ټکور او موسقي هر څه پښتني دي او په دې لړ کې يې هر ولسي نيم ولسي او اديب شاعر يوازې پښتو شعروايي ـــ تر څو چې يې ادبي پاړسي دکتاب يا چاپيريال ( لکه کابل ) له لارې نه وي زده کړی لکه شيراحمدشيداجلال أبادي چې پر پښتو شعر سر بيره په پاړسي شعرکې دومره پرمخ تللی و چې دامير حبيب الله په دربارکې د ملک اشعر ا پوړۍ ته رسيدلی و.

په ټوله پښتني مينه
پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار
دعلامه سيد جمال الدين افغان دفرهنګي ټولنې مشر
ليندی ، ١٣٧٠ ل